د پاکستان د ملي امنیت سلاکار وايي، اوسمهال د طالبانو حکومت د دوی په استازولۍ له پاکستاني طالبانو سره د سولې خبرې کوي.
معید یوسف جیو نیوز سره مرکه کې ویلي، لا اړتیا نهشته، چې دوی پاکستاني طالبانو سره مخامخ کېني؛ خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت دا ډاډ ورکړی، چې دوی د دې خبرو د بریا لپاره هڅه کوي.
وړاندې په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویلي و، چې دوی د پاکستاني حکومت او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ د منځګړو رول مخته وړي او د کوم چا استازولي نه کوي.