افغانستان کې د چرسو د پروسس کارخونه جوړېږي

افغانستان کې د چرسو د پروسس کارخونه جوړېږي


  • 3 کاله دمخه (24/11/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1184

د طالبانو کورنیو چارو وزارت وایي، د Cpharm په نوم یوه کمپنۍ غواړي په افغانستان کې د چرسو د پروسس فابریکه جوړه کړي.

د یاد وزارت ویاند سعید خوستي په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، تېره ورځ د دې وزارت د مواد مخدر سره د مبارزې معینیت مسوولینو د Cpharm کمپنۍ له استازو سره لیدلي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د Cpharm کمپني غواړي په افغانستان کې د چرسو د پروسس کمپني جوړه کړي چې ورسره به په هیواد کې چرس یواځې همدې کمپنۍ ته ورکول کيږي چې دوی ترې دوا او یو ډول کریم جوړوي.

ښاغلي خوستي د Cpharm کمپنۍ استازو له قوله لیکلي، فغانستان کې په ۲۰ زره جریبه ځمکه چرس کرل کيږي چې دوی ۳۰ زره جریبه چرسو ته اړتیا لري.

دغه کمپنۍ غواړي په افغانستان کې د چرسو د پروسس په برخه د ۴۵۰ ملیون ډالره پانګونه وکړي.

د مالوماتو له مخې، د یادې کمپنۍ سره د قرارداد ټول مراحل بشپړ شوي او په لنډو ورځو کې به دا پروژه رسما پيل شي چې ورسره به ګڼ شمیر هيوادوالو ته کار پيدا شي.