مالیې وزارت: ملا هیبت‌الله اخندزاده هره میاشت ۲۲۸ زره او ۷۵۰ افغانۍ معاش اخلي

مالیې وزارت: ملا هیبت‌الله اخندزاده هره میاشت ۲۲۸ زره او ۷۵۰ افغانۍ معاش اخلي


  • 3 کاله دمخه (05/12/2021)
  • سمسور نیوز
  • 993

د مالیې وزارت وايي چې د یوې نوې طرحې پر بنسټ چې د نوي حکومت له لوري چمتو شوې ده، د جګپوړو کارکوونکو معاشونه کم شول.

د دې وزارت ویاند د حکومت کارکوونکو د معاشونو په اړه رسنیو سره په خبرو کې ویلي، په اوسني حکومت کې تر ټولو لوړ معاش د ا.ا د مشر مولوي هبت الله آخند زاده دی چې ۲۲۸۷۵۰ افغانۍ کېږي او تر ټولو ټيټ معاش د اتم بست د مامورینو دی چې ۵۰۰۰ افغانۍ کېږي.
د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل وايي، د دغې طرحې پر بنسټ له درېیم بسټ څخه د ټيټو کارکوونکو معاشونو بدلون نه دی کړی.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې د اسلامي امارت د مشر معاش ۲۲۸۷۵۰ افغانۍ، د رییس الوزرا معاش ۱۹۸۲۵۰افغانۍ د وزیرانو معاش ۱۳۷۲۵۰افغانۍ، د والیانو معاش۹۱۵۰۰ افغانۍ د لومړي بست معاش له ۲۵ زرو ۲۰۰ افغانیو تر۳۰ زرو۵۰۰ افغانۍ او د دویم بست معاش له ۱۶ زررو تر ۲۰ زرو ۶۰۰ افغانۍ دی»