وال‌سټریټ ژورنال: ایران په زوره بې‌وزله افغان کډوال بېرته افغانستان ته اړوي

وال‌سټریټ ژورنال: ایران په زوره بې‌وزله افغان کډوال بېرته افغانستان ته اړوي


  • 3 کاله دمخه (13/12/2021)
  • سمسور پریس
  • 921

وال‌سټریټ ژورنال رسنۍ وایي، ایران د هغو افغانانو اېستل زیات کړي، چې له بې وزلۍ او د طالبانو له وېرې دغه هېواد ته تښتېدلي دي. 

 راپور کې راغلي، چې ایراني چارواکي د ورځې له دوه زره او ۵۰۰ تر څلور زره تنه د نیمروز ولایت زرنج ښار ته لېږدوي. 

په دې ډله کې یو شمېر کډوالو له دغې رسنۍ سره خبرې کړې او د ایراني چارواکو له لوري یې د بد چلند شکایت هم کړی دی. 

هغه کډوال چې پاسپورت او ویزې نه لري په معمول ډول له قاچاقي لارو له نیمروز ولایت څخه ایران او پاکستان ته ځي.

په هېواد کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته زیات شمېر افغانان ایران او پاکستان ته تللي دي.