د ډالرو د نرخ د کنټرول یوه بدیله لاره!

د ډالرو د نرخ د کنټرول یوه بدیله لاره!


  • 3 کاله دمخه (13/12/2021)
  • ټولنیزې رسنۍ
  • 1613

د افغانستان مرکزي بانک دې د ډالرو د لیلام کولو پر ځای ډالر خصوصی بانکونو ته ورکړي څو خصوصي بانکونه یې هغو کسانو او شرکتونو ته ورکړي کوم چې له خصوصي بانکونو سره ډالري اکاونټونه لري.

 

دا کار څو ګټې لري:

 

لومړی: کله چې مرکزي بانک ډالر لیلاموي نو یاد ډالر د څو محدودو صرافانو او یا د ډالرو د مافیا له لورې اخیستل کېږي چې ډیر کم یې په سرای شهزاده او ولایتي صرافیو کې پاتې کېږي او پاتې نور یې بهرنیو هیوادونو ته قاچاق کېږي چې په پایله کې له یو لورې څو محدود کسان د ډالرو نرخ تر کنترول لاندې راولي او له بل لورې د ډالرو په قاچاق سره یو ځل بیا په هیواد کې د ډالرو کمښت رامنځته کېږي، نو اوس وخت کې د ډالرو نه لیلامول ددې کارونو مخنیوی کولای شي.

 

دوهم: کله چې ډالر خصوصي بانکونو ته ورکول شي نو خصوصي بانکونه یې خپل زرګونه مشتریانو ته توزیع کوي چې د مشتریانو له لورې هم په طبیعي ډول یاد ډالر مصرفېږي چې په دې سره د پیسو په دوراني سیستم او مارکیټ کې د ډالرو شتون زیاتېږي چې دا خپله ددې لامل کېږي څو د ډالرو نرخ تر یو حده کنټرول او د کمښت مخنیوی یې وشي.

 

درېم: د بانکونو اعتبار باندې مثبت اغیز لرل؛ اوسمهال د بانکونو د بې اعتباره کېدو یو تر ټولو ستر لامل دادی چې بانکونه د ډالرو له کمښت سره مخ دي او نه شي کولای خپلو مشتریانو ته ډالر ورکړي نو که چیرې بانکونه په کافي کچه ډالر ولري دا ددې لامل کېږي څو له یو لوري مشتریانو ته پیسې ورکړې او له بل لورې خپل اعتبار د بیاځلې لپاره ورغوي.