ازبکستان او تاجکستان: د افغانستان نظامي چورلکې بېرته نه‌ورکوو

ازبکستان او تاجکستان: د افغانستان نظامي چورلکې بېرته نه‌ورکوو


  • 3 کاله دمخه (30/12/2021)
  • سمسور پریس
  • 1000

سمسور پریس (پنج‌شنبه د مرغومي۹) ازبکستان او تاجکستان غواړي، چې له افغانستان څخه ورغلې نظامي چورلکې بېرته افغانستان ته ورنه کړي.

رویټرز په خپل خپاره کړي ځانګړي راپور کې ویلي، چې ازبکستان او تاجکستان د کابل د سقوط پر مهال ورغلې نظامي الوتکې بېرته افغانستان ته نه‌سپاري.  

د رویټرز د راپور په حواله، چې دې دواړو هېوادونو له امریکا غوښتي، چې ځینې دغه الوتکې له ځانه سره وساتي.

راپور کې د امریکایي چارواکو له قوله ویل شوي، چې د امریکا حکومت به د دوی غوښتنه وڅېړي او وروسته به پرېکړه وکړي.

د ویلو ده، چې د کابل د سقوط پر مهال افغان پیلوټانو ګڼ شمېر نظامي څرخکې او نورې طیارې د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ازبکستان او تاجکستان ته ور وړې وې، چې ځینې یې لاهم په دې هېوادونو کې ساتل شوې دي.