بشرا ګوهر: د طالبانو له‌خوا د اغزن تار لرې کول تش نمایش دی

بشرا ګوهر: د طالبانو له‌خوا د اغزن تار لرې کول تش نمایش دی


  • 2 کاله دمخه (07/01/2022)
  • سمسور نیوز
  • 1044

سمسور (جمعه د مرغومي۱۷) د پاکستان پارلمان پخوانۍ غړې، بشرا ګوهر ویلي، چې د ت‌البانو له‌خوا پر ډېورنډ فرضي کرښې د اغزن تار لرې کول هسې تش نمایش او د دوی (طالبانو) د ملي باور جوړولو هڅه ده. 

نوموړې په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، پاکستان هڅه کوي، چې ت‌البان نړۍ ته ازاد او خپلواک ښکاره کړي؛ خو په اصل کې طالبان هېڅ کوم اختيار نه‌لري.   

په ورته مهال د ت‌البانو حکومتي چارواکي بیا ټینګار کوي، چې پر افغان خاوره د هر تېري کوونکي ګاونډي لاسونه به لنډ شي. 

د ویلو ده، چې په وروستیو کې پر ډېورنډ فرضي کرښه د افغان او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ ناندرۍ رامنځ‌ته شوې، چې د دواړو خواوو یې غبرګونونه هم راوپارول.