اې‌بي‌سي: ښایي امریکا ته تللي ځینې افغانان بېرته خپل هېواد ته وروګرځول شي

اې‌بي‌سي: ښایي امریکا ته تللي ځینې افغانان بېرته خپل هېواد ته وروګرځول شي


  • 2 کاله دمخه (30/01/2022)
  • 1068

سمسور (یک‌شنبه د سلواغې۱۰) کېدای شي امریکا ته تللي زرګونه افغان کډوالو له ډلې یې ځینې بېرته افغانستان ته ورستانه شي.

امریکایي رسنیو راپور ورکړی، چې امریکا ته تللي ۳۴زره افغان کډوال د دایمي اوسېدو په شرایطو برابر نه‌دي.

امریکايي رسنیو هغه راپور ته لاسرسی موندلی چې د افغان کډوالو په اړه د امریکا کانګریس ته لېږل شوی دی. 

ددې راپور پر بنسټ شاوخوا ۳۴ زره افغان کډوال داسې دي، چې امریکا ته تللي؛ خو د دایمي اوسېدو په شرایطو برابر نه دي او نه هم د اوسېدو جواز اخیستو لپاره د قناعت وړ دلایل لري.

واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم؛ زرګونه عام افغانان او د بهرنیو هېوادونو همکاران د امریکا په مرسته له افغانستان ووتل.

خو اوس داسې راپورونه دي، چې بهر ته د تللیو افغانانو وضعیت خورا ترینګلی دی او له ډېری لا هم په پنډغالیو او هوټلونو کې ژوند تېروي.