ټولنه او پنځګر له پيله تر اوسه په دې سره وران دي چې ټولنه وايې، ادب دې زما تابع شي او پنځګر وايې، چې د پنځونې او هنر لپاره دې قیدونه نه رامنځ ته کیږي. له لرغوني یونانه تر ننه ادب د ادب او ادب د ژوند لپاره پر نظریو خبرې کیږي، څوک پکې د عبدالرحمن بابا په څېر د شعرونو پلویان دي او څوک بیا د لوی خوشال غوندې وايې:
په ښکاره نارې وهم چې خوله يې راکړه
ماپه فیسبوک کې یوه ټپه پوست کړه چې:
کاشکې چې زه د ملک لور وای
ما به پرتوګ د کوناټو په سر تاړنه
پر دې ټپې به وروسته وغږیږو خو ځينې ملګري میسنجر ته راغلل، ځينو هملته په تبصرو کې وویل چې له ادبه پریوتی پوسټ دی او ځینو خو لا لیکل، چې ایډې هیک شوې ده.
زه دوی نه ملامتوم، موږ په داسې ټولنه کې ژوند کوو، چې پر شعر مو نظم او پندونه غالب دي. دلته شعر دا نه دی چې د بل احساسات را پاروي، ته خپل احساسات بیان کړې او یا دې څو شیبې پام په بله کړي، بلکې دلته شعر دادی چې تاته کار وښيي، نصیحت درته وکړي، د پلار او نیکه تورې او ننګونه درته تشریح کړي.
په پورتنۍ لنډۍ کې چې د پښتون کلتور کوم روڼ ژوند او تصویر وړاندې شوی، ممکن په ډېرو لږو شعرونو کې يې ولرو. لنډۍ کې یو ارمان پروت دی، یو تعجب دی پکې ، د خدای پر تخلیق پکې په غیر مستقیم ډول دا نیوکه شته، چې زه ولې غریبه یم، ولې د نورو ټپ سوري يم، ولې ګوښه یم او یا د نورو سره د مجلس او ناستې وړ نه یم؟؟؟
دلته به ژبه لږه د ورځنۍ محاورې له معیاره پریوتې وي، خو د ناهیلۍ په درنو څپو د لاهو ارمانونو او د ټولنې د روان جبر لپاره بله لاره نه وه.
ټپه راته وايې، زه منحیث د بشر، ددې وړ نه یم چې څوک راسره کینې او ځکه راسره نه کینې، چې زه د ملک لور نه یم. زموږ په اطرافي ژوند کې ملک او ملا دوه هغه څیرې دي، چې د کلي خیر او شر ورپورې تړلی و، که له چاسره د ملک جوړه وه، سرې سترګې به ګرځيده او که به د ملک او ملا له پامه بد راغی، که به سپین باز هم و، خونه يې ورانه وه.
دلته ځکه جینۍ ځان د ملک لور ګڼي، چې همزولي به يې ډيرې وي، قدر به يې کیده، د جونو میره به وه، ځکه خبره ټوله په ملک پورې تړلې ده او هماغه خبره ده چې د غریب سړي په خوله څوک پياز هم نه خوري.
د لنډۍ په دوهم نیم بیتي کې ولې پرتوګ ؟
پښتني ماحول کې څادر، لوپټه او پړوني د پيغلې د حیا سیمبول دی، دلته کورنۍ هر څه مني، خو دا نه مني چې پيغله دې څادر په اوږه کړي، پر غاړه يې واچوي، یا يې بیخي پر سر نه کړي.
د ټپې روان دا پښتون کلتور راته تشریح کوي او د پښتون قوم د حیا او ستر په اړه راته یو کتاب خبرې کوي خو ورسره بله تر ټولو مهمه خبره دا کوي، چې پښتون که د خپلې خور او لور پړونی په کور کې هم پر اوږه او غاړه نشي منلی نو ورسره بیا داسې کورنۍ هم شته ، چې دا هر څه يې مات کړي دي، دا ټول روایتونه ورته بې معنا دي خو بیا هم سرې سترګې ګرځي. د غریب سړي لور او خور دې په تېروتنې سره په غاړه کې پړوني نه اچوي چې بې حیا ورته ویل کیږي او که داسې يې وکړل، نورې کورنۍ ورسره خپلې لونۍ او خویندې له ناستې او ګرځيدو منع کوي خو د نواب او ملک لور که پړونی پریږده که پرتوګ هم د کوناټو په سر وتړي، کومه خبره نه ده .
پدې ټپه کې پر پښتون اطرافي ژوند د نوابانو، ملکانو او نخبه ګانو پر راج او دبدبې نیوکه شوې او د انسان پر برابرۍ ټينګار لري، چې که اوصول وي باید ټول یو ډول وګرځي، کینې اوکه که نه وي نو ولې د یو کور لور او خور صاحبه د بل غریبه ده؟!
د شعري تعریفونو له اړخه که ورته وګورو نو دا هم اسانه ده چې نه دلته ملک، ملک دی او نه هم (لور) پکې د جینۍ لپاره راغلی ، بلکې پر حاکمې پوړۍ کلک نقد شوی، چې که وړ و او کنه خو چې حاکمې طبقې سره دې رابطه وي، سرې سترګې ګرځه او حتی هر ډول ټولمنلي اوصول که دې مات کړل، کیسه کې ځکه مه اوسه چې پریکړې دې له کوره کیږي.
فکر وکړئ، ستاسې په ګاونډ کې یو ځوان په یوې برخه کې ښه تعلیم کړی دی، د دیني اوصولو پابند دی، په کلي کې د خیر په کارونو کې ترې بل وړ نشته خو په ولسوالۍ، ولایت او وزارت کې هیڅ چا سره اړیکه نه لري او پلار يې د بزګرۍ، لو او لور په پیسو ورزه خو دده بل همزولی بیا نه په درس کې چندان تکړه دی، نه ورنه په کلي کې څوک خوشاله دی؛ دی په هرې ازموینې کې ناکامیږي او همزولی يې ښه موقف تر لاسه کوي، دی څه ووايې؟
شعر چې د نامستقیمو خبرو مناسبه لاره ده او پکې د زړه غوټې پکې سپړل کیږي، دی بې وزله خو تکړه ځوان چې د خپل همزولی چلند، لیاقت او کلي کې له اوصولو انحراف ته ګوري، نو مخامخ خو يې وس نه لري، چې ووايې چې کاشکې زه د پلاني ولسوال، قومندان، رییس او ... زوی وای نو ادب خو ورنه چا وړی نه دی او ځکه وايې:
کاشکې چې زه د ملک لور وای
مابه پرتوګ د کوناټو په سر تاړنه
دا مو د پورته لنډۍ په اړه لنډې خبرې وکړي خو دا هم د یادولو ده چې پښتو ژبه د همدې لنډیو له برکته له هره پلوه غني ده او که د پښتو ادب پورنو ګرافي راسپړو، که لنډۍ راسره نه وي، دا لویه برخه مو له لاسه وځي او لوی تاوان يې دادی چې موږ د خپل ژوند تر ټولو مهمه برخه عاطفې، یاس، خواهشات به له بیانه محروم کړي وي.
البته دا بېله خبره ده، چې پر خلکو دا لنډۍ بدې نه لګېږي چې:
د سپینې خولې واک مې درکړی
د پرتوګاښ پر غوټو مه وهه لاسونه
یا
چې څه دې وکړل، ښه دې وکړل
نور مې پلو پر مخ را خور که خوب راځينه
ځکه دا ډېرې لا س په لاس شويدي او د ډېر تکرار له وجې ورته د چا پام نه ور اوړي، کنه اصلا خو د ټولنې د شته ذهنیته بغاوت دلته شوی اود بسترې خبرې يې ژرندې ته راوړې دي.