ناپېژنده وسله‌والو ننګرهار کې یو پخوانی قومندان وژلی

ناپېژنده وسله‌والو ننګرهار کې یو پخوانی قومندان وژلی


  • 2 کاله دمخه (30/04/2022)
  • سمسور
  • 880

سمسور (۱۰غوایی۱۴۰۱) ننګرهار ولایت کې ځایي سرچینې وایي، چې تېر ماښام د دغه ولایت دره نور ولسوالي اړوند په«سرګلک» سیمه کې ناپيژنده وسله‌والو د تېر حکومت د نظم عامې یو قومندان په ډزو سره وژلی دی. 

د سرچینې د مالوماتو مخې، دغه قومندان تاج محمد ملکزی نومېده او له جلال‌آباد خپل کور ته په لاره و، چې تر وسله‌وال برید لاندې راغلی.

تر دمګړۍ د یادې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی او نه هم ننګرهار کې طالب چارواکو په دې اړه رسنیو ته څه ویلي دي.