د انټرنېشنل هېرالډ ټرېبيون په ځواب کې


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • سيدحسين پاچا
  • 1158

دا چې دغې ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې ليکلي چې طالبان د مفکورې نه، بلکې د پيسو لپاره جنګېږي. ممکن تر يوه حده پرځای وي، خو ولې تر ډېره حده پورې دا پرځای خبره نه ده. ځکه چې خلک او ولس په دې پوهېږي چې دا ځل نړيوال غله راغلي دي او هېواد يې اشغال کړی. پخپله هم غله او حکومت يې هم غلو ته په لاس کې ورکړی دی. پخپله هم مفسد او اداره يې هم راته له مفسدينو نه جوړه کړې ده. په پښتو کې يو متل دی چې غل د غل په ژبه ښه پوهېږي.
زه حيران دغې ورځپاڼې ته يم چې دوی کله هم د خپل اخلاقي مسووليت له مخې له دغو بين المللي نړيوالو غلو نه کله هم پوښتلي چې دا دومره بسپنې او کومکونه چې له نړيوالو مو د افغانستان د سولې او امنيت، ترقۍ او بيا ابادولو په نوم راټولې کړې تراوسه يې افغانانو ته کوم مثبت ځای نيولی دی او يا کوم درد يې پرې دوا شوی.
د همدې نړيوالو غلو او مافيا له د احصايې له مخې په ميليونونو ډالره راغلل. نه پرې زموږ پوليس ښه وروزل شول، نه کوم بل عسکري قدر ښه وروزل شو، نه مو معارف کوم پرمختګ وکړ، نه زموږ پوليسو، ښوونکيو ښه ورځ وليده او نه د قناعت وړ کار وشو او نه تراوسه پورې زموږ د ملي اردو ښه وروزل شوه او نه يې ښه درست تجهيزات ترلاسه کړل. دغې ورځپاڼې کله هم د ښوونکيو له حاله ځان خبر کړی چې خپل معاش يې ورته څوک په مياشتو مياشتو نه ورکوي، نو دا پيسې څه شوې. بله دا چې هغه کوم نيم کار چې وشي، نو هغه بيا د هېواد د دښمنانو يعنې د آی ايس آی له خوا بيرته د طالب په نوم د طالب په لاس وسوځول شي. که چېرې يو کليک يا کوم ښوونځی نيم راته جوړ شي، نو بيا د همدوی د وړندو بمباريو له لاسه بسته بسته کلي او قريي ورانې وېجاړې او په هره بمبارۍ کې بيا په سلهاوو کسانه د ښځو او وړو په شمول ووژل شي او شهيدان شي.
همدا اوس تازه چې په کندوز کې د طالبانو او د ناټو په جنګ کې ټوله قريه د دوو ټانکرو تېلو لپاره تباه او برباد شوه چې له اتيا څخه نيولې تر يو سلو او دېرشو پورې ولسي خلک زخميان او ووژل شول. که همدغه ورځپانه لږ قضاوت له ځان سره وکړي چې همدا دوه اوونۍ مخکې ټاکنې ترسره شوې او لا تراوسه پوره شمارل شوي هم نه دي. د همدوې د ارقامو نه داسې ښيي چې له پينځه سوه ميليونو څخه زيات لګښت پرې راغلی او دا چې نور څومره شخصي لګښت به پرې د نورو هم شوی وي او نورې به څومره پټې لګېدلې او مصرف شوې وي. ايا دا به ښه نه وه چې دغو ناټووالو د دوه تېلو ټانکرو لپاره لږ له زغمه کار اخېستی وای او د سملاسي بمبار څخه يې ځان ساتلی وی. زما په اند خو د دوو ټانکرو د تېلو قيمت له يو لک ډالرو نه اووښته دا دوه لکه ډالره، نو ايا د کوم قانون او قضاوت له مخې دوی بې ښې او بې بدې بمبار وکړ او دومره ځاني تلفات او خساره يې واړوله. خدای خبر چې نوره مالي خساره به يې څومره وي. ايا کله هم دې ناټووالو له ځان سره حساب کړی چې د دې الوتکو د پرواز او د بمونو او يا يې د ميزايلو قيمت هم سره پرتله کړی چې دومره مالي او ځاني خساره يې واړوله.
دغه ساحه کې خو جرمنانو کار کولو او کندوز خو د جرمنيانو په کنترول کې دی. دغو جرمنيانو خو تر ډېره حده خپل ځان د امريکا، کاناډا، برېتانيا او نورو په پرتله په نظامي چارو کې نه ورګډېدل او د دوی موقف هم د نورو پورې روښانه وو. دوی خو ترنورو پورې په عمراني او د پوليسو په روزنيزو چارو کې بوخت ول او له جنګ څخه يې ډډه کوله. اګر چې دې نورو پرې بار بار شکايت هم وکړ چې بايد د دوی اردو په جنوب کې د طالبانو خلاف جنک کې هم برخه واخلي، خو دې جرمنانو د هغوی وړانديز هېڅکله هم نه دی منلی. تر ننه پورې يې عسکر هېلمند او کندهار ته هم وانه ستول شول.
جرمنان بايد په دې پوه شي چې کندوز د پښتنو د پراخ نفوذ سيمه ده. هلته د جنګ غځول ډېر سياسي، قومي، ژبني، سيمه ييز او منطقوي لاملونه لري. د جرمنانو بدنامول او په جنګ کې راښکېلول له هر پلوه هم له احتماله لېرې خبره نه ده. ځينې داخلي کړۍ هم شته چې هغوی د جرمنانو او پښتنو ترمينځ تاوتريخوالي ته په لوی لاس لمن وهي. طالب هسې يوه پلمه ده. په مجموع کې د پښتنو د بېخ پسې يې رااخېستې. کنه ولې دا جنګ نورو سيمو ته نه غځول کېږي چې يوازې او يوازې له ګرده سره د هېواد په ګوټ ګوټ کې د اور لمن د همدوی سيمو ته ورغځول کېږي. ولې څوک د پاکستان څارګره اداره نه رانيسي چې دا اور يې بل کړی. پيسې ترې هم اخلي او بيرته يې پر طالب باندې وژني هم او طالب د اسلام په مينه د خپلې سياسي موخې، بقا او هويت لپاره وژني. دغه ورځپاڼه چېرې ده چې دغه مسايل رابرسېره کړي.
اوس خو دغې جنګ د خلکو او ولس او د دوی ترمينځ د تش په نوم لاسپوڅي حکومت په شمول د پيسو نه، بلکې يو عقيدوي او انتقامي شکل غوره کړی. حکومت له خلکو او ولسه فاصله اخېستې او بهرنيان په مجموع کې د ولسي خلکو د قتل عام او وژنې هېڅ خيال نه ساتي. همدا اوس اوس يو څو مياشتې وړاندې خپله په جرمني کې يو هلک په ښوونځي پخپلو ټولګيوالو او د ښوونځي په نورو شاګردانو ناتاره ډزې وکړې چې په نتېجه کې څو کسه مړه او څو زخميان شول، نو پوليسو خو د هوايي او يايی زمکني ځواکه مرسته ونه غوښتله او خپله راغلل او د ساحې او د ښوونځي امنيت يې په لاس کې واخېست. نو زه اوس دغو جرمنانو ته يم چې دوی ولې د دوو ټانکرو تېلو لپاره له هوايي ځواکه مرسته وغوښته او سيمه يې بمبارد کړه. کېدای شي چې دا کار همداسې دستوري توګه هم شوی وي چې پرې د ولسي خلکو په تېره بيا د پښتنو جرړه وباسي. دا خو په لوی لاس هغه نورو لنډه غرو ته موقع په لاس ورکول دي چې همدا اوس هغه دی چې هغه لنډغر قاضي کبير اتيا پښتني کورنۍ پخپل شخصي زندان کې ساتلي او کرزی يې پوښتنه قدرې هم نه شي کولای. همدغه شان پروسه د فلسطينيانو سره د اسرايلو له خوا روانه وه چې د هغوی نفوس يې په قصدي توګه کم کړ.
دغه ورځپاڼه بايد په دې پوه شي چې اوس اوبه له ورخه تېرې دي. دا زمينه د دومره پرېمانه پيسو سره سره چا جوړه کړې ده. که چېرې دا اهليت له حکومته او يا د همدې نړيوالې ټولنې د همدې بېحسابه او بېکتابه انجوګانو سره وای او يا يې خلکو ته د کار زمينه او امنيت برابر کړی وای، نو خلک او ځوانان به ولې د هغو ليکو ته ورتلای او ورسره به يوځای کېدای کومه چې دغې ورځپاڼې ادعا کړې ده، خو دا ټول به د يو چا د نه اهليت او د يوې فاسدې ادارې له خوا دېته اړ ايستل کېږي چې هغه بل لوری غوره کړي. دغې ورځپاڼې کله هم دغه پوښتنه اول له ځانه او بيا يې له خلکو کړې چې دغه له فساده ډکه اداره چا جوړه کړې او د چا له خوا تراوسه تموېلېږي. دغې ورځپاڼې کله هم د پاکستان د څارګرې ادارې نه پوښتلي چې ولې په افغانستان کې جنګ ته دوام ورکوئ. کله سوات وکله وزيرستان، کله يو څه او کله بل څه. دغې ورځپاڼې کله هم له دې پنتاګونه، سپينې ماڼۍ، ډاون سټريټ لندنه، له پارېسه او له برلېنه او يا يې د کاناډا او استراليا په شمول له نورو نه پوښتلي چې ولې د ترورېزم په پلمه د افغانانانو په تېره بيا د پښتنو وينې تويوئ. دغه ورځپاڼې کله هم له اروپايي ټولنې پوښتنه کړې چې تاسو د څه هدف لپاره هلته تللي ياست. ايا د ترورېزم سره مبارزه او جګړه به يوازې په افغانستان کې درسته او معقوله خبره وي او که د حل غوټې يې چې د نورو سره دي پرې جروبحث وشي. دغې ورځپاڼې کله هم له همدغو نړيوالو پوښتلي چې ايا د مرکزي اسيا د پرېمانه نفت وګاز او تېلو لپاره د افغانانو په تېره بيا د پښتنو وينه تويول پرځای کار وي. ايا د دوی وينه روا ده؟ ايا دا خلک چېرې هم د ژوند حق لري او کنه؟ ايا دا اسلام وقضاوت وبشريت دی؟ ايا دېته په يهوديت او يا عيسويت کې اجازه شته چې د نورو د بقا لپاره دې د افغانانو په تېره بيا د پښتنو وينې لروبر د سرحد دواړو غاړو ته توی شي. هرچا ته پته ده چې د پاکستان پوځ پخپل اختيار کې نه دی او د برېتانيا او امريکا له خوښې پرته کليمه نشي ويلی، نو دوی چې ورته څه وايی هغوی ورته لبيک وامنا وايی. ولې هېرالډ ټرېبيون دلته له حقيقته سترګې پټوي.
پاکستان د مټيزې ښځې ورور دی او هغې ښځې ته ورته والی لري چې په يو بام دو هوا کې خپلې اېنګور او ځوی ته وايی چې سره بيل شئ چې ګرمي ده او له بل لورې خپلې لور او زوم ته وايی چې سره نژدې شئ چې ساړه دي او په بړستن او په کمپله کې يې تاووي.
که چېرې هېرالډ خپل اخلاقي مسووليت پرځای کولای، نو دومره خو به يې کړی وای چې له دې ټولو يعنې بهرنيانو او داخليانو خو به يې پوښتلي قدرې وای چې ستاسو د دې دومره لګښت او بېځايه مصارفو ګټه او تاوان څه شی دی؟ پيسه راځي، ورکېږي او غيبېږي او هسې پر موږ يې احسان اوړي، نو په کار خو دا ده چې سړې خو لږه پوښتنه قدرې ترې وکړي. موږ به داسې پيسې څه کړو چې هسې تش د خلکو د غولونې لپاره د ټاکنو په نوم ورکړل شوې کاشکې چې هغه ټاکنې خو سمې شوی وای. زه به داسې مرسته او کومک څه کړم چې همدا اوس مې پرې په کندوز کې د يوسلو دېرشو تنه هېوادوال زخميان او ووژل شول. که چېرې دوی دغه لګښت همدغو ولسي خلکو ته ورکړی وای، نو څومره به ښه وای نه دا چې د دوو ټانکرو تېلو لپاره يې دومره خلک ووژل. که دوی چېرې خلکو ته کار و روزګار پيدا کړی وای، نو ولې به خلکو د د دوو ټانکرو تېلو لپاره د ناټو په بېرحمه بمبارۍ باندې وژلو، خو ولاړ به وای په يوځای کې اخر به هم بيرته دوی ته لاس ته ورغلی وای. همدا اوس اته تنه د امريکې په سفارت کې په بدخلاقۍ تورن پېژندل شوي، نو له داسې غلو او بداخلاقو نه به سړی څه ياد کړي. که په بوش او رامسفيلد کې لږه اخلاقي تربيه هم لرلای، نو لږ تر لږه خو به يې د دې ولس او هېواد عقايدو او کلتور ته هم د احترام په سترګه کتلای. نوځکه خو اداره له يوې مخې داسې بدخلاقو او بدکارانو په سر اخېستې چې له يوې مخې له سر نه تر پښو پورې په اخلاقي بې تربيه ګۍ او فساده ډکه ده. خلک مجبوره دي چې د دې اخلاقي فساد مخه پخپله ونيسي او د ظلم په مقابل کې پورته شي.
همدارنګه طالب لوری هم له دې مسووليته نه شي خلاصېدای چې خلک د غنيمت او د ولجې په پلمه په لوی لاس داسې کارو ته تشويقوه چې هله غنيمت دی چې خلاص نه شي. دا خو جنګي حالات دي او دوی ښه په دې پوه دي چې دښمن راباندې هوايي برلاسی دی او د دفاع وسايل او الات هم نه لرې، نو ولې خلک د تش تېلو لپاره په دښمن باندې تباه او برباد او هلاک شي. دوی خو دا کار په يو وړوکي پينځه کسيز ګروپ هم کولای شو چې ټانکر يې تش کړی وای او بيا يې تېل په خلکو وېشلای وای، نه دا چې له يوې مخې ولس ته اجازه ورکوه او يومخيز يې راخوشې کوه چې هغه دی ناټو هم ښه د نر غوندې بمبارد کړل. دا خو معقوله خبره نه ده چې د دې دومره دښمن سره دې اړولي او بيا د يوې قريې او ولس خلک نه شي اداره کولای. ښکاره خبره ده چې طالب چا ته ووايی چې ونه وځې او شور ونه خورې د چا پلار قدم نه شي اخېستای. طالب بايد دومره سرسري حساب ونه کړي او نه دا جنګ په يوه او دوه ټانکرو تېلو نيولو او يا سوځولو باندې بس کېږي. د ولس حفاظت او ساتنه دا عندالله او عندالرسول مسووليت هم دی. د يو يا دوه ټانکرو تېلو لپاره بايد د خلکو ژوند په خطر کې وانه خېستل شي چې دا د ايمان خطره ده. دلته پراخه لاسونه دخيل دي او د هر ډول احتمالاتو ګنجايش پکې شته. زه مې د خپل پښتني ټبر او ولس ته حيران يم ګوره چې ښادۍ راباندې غم شوې. مرګ وښادۍ ته مې څوک نه پرېږدي. د خپل ځان حفاظت خو هم فرض دی که سړی په ځېنو مواردو کې له ډېرې ګڼه ګوڼې نه اجتناب وکړي دا به ډېره ښه وي نسبت هغې ته چې په مرګ تمامېږي. که څوک د طالب لوري ته ورګرځي، نو مسووليت به يې د هغه چا پرغاړه وي چې څوک ورته په لوی لاس زمينه برابروي. دغه ورځپانه بايد له نړيوالې ټولنې نه وپوښتي او ترېنه غوښتنه وکړي چې خلکو ته کار او روزګار نه شۍ پيدا کولای، نو بيا خو يې پخپلو وړندو بمباريو يې د يو يا دوه ټانکرو تېلو لپاره هم مه وژنئ.
په پای کې له ورځپانې نه هيله کېږي چې لږ معقول قضاوت وکړي. طالب د ترياکو عشر ټولوي او زما په اند عشر يا زکات به دومره پيسې نه وي چې طالب پرې دا دومره جنګ مخې ته بوځي. جنګ مصرف او لګښت ته ضرورت لري او دا چې ښه پرېمانه مالي لګښت نه وي دا جنګ په عشر او د زکات په پيسو او يا د مخدره توکو په کاروبار نه ترسره کېږي. خلک د امريکا په غلطې پالېسۍ شکمن دي او ښکاره خبره ده چې خلک د غلطې پالېسۍ په مقابل کې د پيسو لپاره نه، بلکې د يوې مفکورې او عقيدې لپاره هر ډول قربانۍ ته تيارېدای شي، خو برعکس نه. دا بايد معلومه شي چې دا مالي سپورټ او نظامي تجهيزات ورته له کومه کېږي؟
اول خو خساره او زيان اړول ښه کار نه دی، خو که بيا هم وشي، نو زما په اند دا به ډېره ښه وه چې د تېلو دې  ټانکرو ته اور اچول شوی وای، نه دا چې د دومره مالي او ځاني خسارې سبب شوه. هيله ده چې په راتلونکې داسې پېښې بيا تکرار نه شي او د ولسي خلکو په مرګ وژوبله کې بايد هر لوری له دقت نه کار واخلي. ناټو بايد د دې پېښې سپيناوی وکړي او مجرمين يې بايد په سزا ورسوي. هرڅوک چې د سياسي موخو او يا د ځان په ګټه او ملاتړ د ولسي خلکو د مرګ او ژوبلې خيال ونه ساتي له دنيوي او اخروي مسووليته نه شي خلاصېدای.