توماس وېسټ له عبدالله سره د افغانستان اوسني وضعیت پر سر بحث کړی

توماس وېسټ له عبدالله سره د افغانستان اوسني وضعیت پر سر بحث کړی


  • 2 کاله دمخه (26/05/2022)
  • سمسور
  • 859

سمسور (۵غبرګولی۱۴۰۱) د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ ویلي، چې د ملي روغې جوړې شورا له پخواني مشر عبدالله عبدالله سره یې کتلي دي.

ښاغلي وېسټ په یو لړ ټوېټ پیغامونو کې ویلي، چې له ښاغلي عبدالله سره یې د افغانستان او نړیوالې ټولنې تر منځ د راتلونکو مهمو مسائلو په اړه خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو په افغانستان کې د سیاسي پروسې په اړتیا، د بشري حقونو په سرغړونو، په ټولنه کې د مېرمنو په اساسي ونډې، بشري وضعیت او د تروریزم د ګواښونو په اړه خبرې شوې دي.

وېسټ هیله ښودلې، چې په راتلونکو ورځو کې به له نورو افغان مشرانو او مفکرینو سره هم بحثونو ته دوام ورکړي.