د ا.ا استخباراتو اجمل حقیقي او درې همکاران یې مقدساتو ته د سپکاوي په تور نیولي

د ا.ا استخباراتو اجمل حقیقي او درې همکاران یې مقدساتو ته د سپکاوي په تور نیولي


  • 2 کاله دمخه (07/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 664

سمسور (۱۷غبرګولی۱۴۰۱) د ا.ا استخباراتو ریاست افغان یوټیوبر اجمل حقیقي او درې همکاران یې اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي په تور نیولي دي. 

اجمل حقیقي چې افغان موډل هم دی، په خپل اعتراف کې ویلي، چې د فحشا او پردې کلتور د ترویج په موخه یې جمهوریت ملاتړ کاوه.

هغه په یو وډیویي پیغام کې زیاته کړې، چې په يوه ویډیو کې یې مقدساتو ته سپکاوی کړی او د محکمې هر حکم منلو ته حاضر دی. 

نوموړی همداشان وايي، له غلام سخي څخه چې رواني ناروغ دی، د خپلې یوټيوب‌پاڼې د بازارموندنې لپاره کار‌ اخیست. 

د یادونې وړ ده، چې دې کسانو په یوې ویډیو کې د قرآن کریم یو آیت د سندرې په بڼه ویلی و، چې په پرتخه کچه یې غبرګونونه را وپارول.