ارزګان کې د دوو کورنیو تر منځ لانجه کې درې تنه مړه شوي

ارزګان کې د دوو کورنیو تر منځ لانجه کې درې تنه مړه شوي


  • 2 کاله دمخه (12/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 789

سمسور (۲۲غبرګولی۱۴۰۱) ارزګان کې د دوو کورنیو ترمنځ د لانجې له امله درېیو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ځایي سرچینې وایي، چې پېښه د دغه ولایت په چارچینو ولسوالي په «تګاب» سیمه کې رامنځ ته شوې ده. 

د مالوماتو له مخې، پېښه تېره ورځ هغه مهال شوې، چې درې ورځې وړاندې یوې خوا د بلې درې تنه لومړی تښتولي او بیا يې وژلي وو.

هېواد کې ډېری وختونه د کورنیو تر منځ خپلمنځي ستونزې پېښېږي، چې له امله یې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.