برېټانیا: افغانستان کې د تاوتریخوالي له لارې د سياسي بدلون ملاتړ نه کوو

برېټانیا: افغانستان کې د تاوتریخوالي له لارې د سياسي بدلون ملاتړ نه کوو


  • 2 کاله دمخه (20/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 713

سمسور (۳۰غبرګولی۱۴۰۱) برېټانیا ویلي، چې دوی په افغانستان کې د هېڅ وسله وال حرکت ملاتړ نه کوي، چې غواړي د تاوتريخوالي له لارې سياسي بدلون راولي.

په دوحه کې د برېټانیا د سفارت شارژدافیر په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې دوی د باثباته او سوله‌ییز افغانستان هیله لري او په دغه هېواد کې د هېڅ وسله وال غوځښت ملاتړ نه کوي او هېچاته د برېټانیا په خاوره کې دننه د افغانستان لپاره د دغسو هڅو د پلان کولو اجازه نه ورکوي.    

اعلامیه کې راغلي، چې د شته مسایلو د حل لپاره د افغانستان له اوسنۍ ادارې سره د عملي تعامل پرته بل بدیل نشته. 

په ورته مهال، د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د برېټانیا د دریځ هرکلی کړی، چې د افغان حکومت د وسله وال مخالفت ملاتړ نه کوي او له اسلامي امارت سره تعامل ته ترجیح ورکوي.