شهباز شریف له افغانستانه د ډبرو سکرو د وارداتو ډېرېدو لارښوونه کړې

شهباز شریف له افغانستانه د ډبرو سکرو د وارداتو ډېرېدو لارښوونه کړې


  • 2 کاله دمخه (28/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 624

سمسور (۷چنګاښ۱۴۰۱) د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د دغه هېواد چارواکو ته لارښوونه کړې ده، چې له افغانستانه دې د ډبرو سکرو د وارداتو بهیر ګړندی کړل شي. 

د ډان خبري اژانس د راپور له مخې، ښاغلي شریفد یوې ناستې پرمهال ویلي، چې له دې وروسته دې د افغانستان د ډبرو سکاره په کلدارو وپېرل او وارد شي.

ټاکل شوې، چې پاکستان د ډبرو سکرو د وارداتو بهیر د ګړندي کولو په موخه د دفاع د وزیر خواجه آصف په مشرۍ د پاکستاني چارواکو یوه کمېټه رامنځته کړي.

په دې ناسته کې شهباز شریف ته ویل شوي، چې له افغانستانه د ډبرو سکرو واردات د پاکستان د وارداتو په لایحه کې لږ تر لږه ۲.۲ میلیارد ډالر سپموي. 

پاکستان په داسې مهال له افغانستانه د ډبرو سکرو ورادولو ته په بېړه دی، چې د دغه محصول بیه په نړیوالو بازارونو کې د لوړېدو په حال کې ده.