عبدالسلام حنفي: ‏ښوونکي د نړۍ د پرمختګونو سرچینه ده

عبدالسلام حنفي: ‏ښوونکي د نړۍ د پرمختګونو سرچینه ده


  • 2 کاله دمخه (05/10/2022)
  • سمیر احمد
  • 1021

سمسور نیوز (۱۳تله۱۴۰۱) ‏د ښوونکي نړیوالې ورځې په مناسبت د کابل اماني لېسه کې نمانځغونډه جوړه شوې ده. 

د رياست الوزرا دویم مرستيال عبدالسلام حنفي یاده غونډه کې ویلي، چې ښوونکي د ټولنې روزونکي او د نړۍ د ټولو پرمختګونو سرچينه ده. 

نوموړي ویلي، چې اوسمهال په هېواد کې کابو ۵ ميليونه کسان په نشه يي توکو روږدي دي، چې له دې ډلې يو ميليون یې ښځې او ماشومان دي.

‏د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبیب آغا بیا څرګنده کړې، چې ټول هېواد کې ۲۴۷ زره ښوونکي پر دندو بوخت دي او په عالي روحیه د هېواد بچیان روزي.