پنجاب؛ د نېشتر په نوم روغتون کې ۵۰۰ شړېدلي جسدونه موندل شوي

پنجاب؛ د نېشتر په نوم روغتون کې ۵۰۰ شړېدلي جسدونه موندل شوي


  • 2 کاله دمخه (14/10/2022)
  • سمیر احمد
  • 783

سمسور نیوز (۲۲تله۱۴۰۱) د پاکستان په جنوبي پنجاب کې د نېشتر روغتون پر بام ۵۰۰ داسې شړلېدلي جسدونه موندل شوي، چې د بدن ځینې غړي ترې اېستل شوي دي.      

ډان ورځ پاڼې خبر ورکړی، چې پېښه د پاکستان پنجاب ایالت په ملتان ښار کې شوې ده.

د خبر له مخې، روغتایي چارواکو د موندل شویو جسدونو د څېړلو لپاره یوه شپږ کسیزه کمېټه ټاکلې ده.

تر اوسه د دې پېښې په اړه ډېر جزییات نه دي ورکړل شي او نه هم مالومه ده چې دغه جسدونه د چا دي.