سمسور نیوز (۳۰تله۱۴۰۱) د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ وايي، ډېر ژر به نوې چاپ شوې افغانۍ( بانکنوټونه) کابل ته ورسېږي.
نوموړي په یوه مجازي ناسته کې ویلي، امریکا د افغانستان دوو بانکي معاملو ته اجازه ورکړې، چې یوه یې د نویو چاپ شویو بانکنوټونو لګښتونه وو، چې د افغانستان مرکزي بانک لخوا تادیه شول.
ټام ویسټ زیاته کړې، چې ډېر ژر به کابل ته د افغانیو نوي بانکنوټونه را ورسېږي.
په ورته مهال د افغانستان بانک پخواني سرپرست واحد نوشېر هم ویلي چې ډېر ژر به نوي چاپ شوي د افغانۍ بانکنوټونه بازار ته راووځي.
معلومه نه ده، چې ياد شوي بانک نوټونه څومره او د چا په امضا چاپېږي.