د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه بېرته فعاله شوه

د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه بېرته فعاله شوه


  • 2 کاله دمخه (06/11/2022)
  • سمیر احمد
  • 843

سمسور نیوز (۱۵لړم۱۴۰۱) د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه یې د اقتصاد عالي کمیسیون په ملاتړ بیا فعاله کړې ده.

د دغه وزارت له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، په تېر کال کې يې هڅه کړې، چې د ښځينه پانګوالو فعاليتونه همغږي او منظم کړي.   

دې وزارت ټینګار کړی، چې د اسلامي شریعت له مخې د سوداګرۍ په برخه کې د ښځو ملاتړ کوي. 

د ښځو د سوداګرۍ خونې مسوولینو هم یوه اعلامیه خپره کړې او ویلي یې دي چې دا خونه د کوم ځانګړي شخص ملکیت نه، بلکې یوه ملي اداره ده.

د ښځو د سوداګرۍ خونه د ۲۰۲۱ د اګسټ پر ۱۵مه پر کابل د ا ا له واکمنېدو سره هممهاله وتړل شوه او تقریباً ټول فعالیتونه یې په انلاین بڼه ترسره کېدل.