د حزب اسلامي مشر، ګلبدین حکتمیار له یوه بریده ژوندی ووت

د حزب اسلامي مشر، ګلبدین حکتمیار له یوه بریده ژوندی ووت


  • 2 کاله دمخه (02/12/2022)
  • سمیر احمد
  • 796

سمسور نیوز (۱۱لېندۍ۱۴۰۱) د حزب اسلامي مشر، ګلبدین حکمتیار کابل کې له یوه برید څخه روغ وتلی؛ خو یو ساتونکی یې وژل شوی او دوه نور ژوبل دي. 

‏د حزب اسلامي مشر، یو نږدې خپلوان عبیدالله بهیر پر خپل ټوېټر د نوموړي یو انځور خپور کړی او ورسره یې لیکلي دي، چې ښاغلی حکمتیار خوندي دی.

حکمتیار ته نږدې سرچینو ویلي، چې دوو ځانمرګو بریدګرو نن د جمعې د لمانځه پر مهال پر ایمان جومات بريد کړی؛ خو موخې ته له رسېدو وړاندې وژل شوي دي. 

ایمان جومات د حزب اسلامي دفتر په محوطه کې موقعیت لري، چېرته چې حکمتیار هره جمعه امامت کوي.  

سرچینې زیاته کړې، چې په‌دې برید کې یو ساتونکی وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.   

تر اوسه د دې برید مسؤلیت چا یا کومې ډلې نه دی منلی.