یوناما: افغانستان سره مرستو ته دوام ورکوو

یوناما: افغانستان سره مرستو ته دوام ورکوو


  • 2 کاله دمخه (12/12/2022)
  • سمسور نیوز
  • 693

ملګري ملتونه وايي، دوی به له افغانستان مثبت تعامل او بشري مرستو ته دوام ورکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولي یا یوناما مشرې روزا اوتنبایوا د اسلامي امارت د مالیې له سرپرست وزیر هدایت الله بدري سره په کتنه کې ویلي، ملګري ملتونه غواړي چې له افغانستان سره یې بشري مرستې دوامداره وي.

له یوناما څخه له یوناما څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې پر ملي بودجې، اقتصادي پلانونو او د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د کوچینو پورونو د ورکړې په اړه خبرې شوې دي.

ملګري ملتونه په داسې حال کې له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام خبره کوي چې اوچا څه موده وړاندې ویلي وو، په روان ۲۰۲۲ کال کې له ۲۵ میلیونه افغانانو سره بشري مرسته شوې ده.