سمسور نیوز (۲۴لېندۍ۱۴۰۱) د ملګرو ملتونو د ښځو له کمېسیون څخه د ایران د اېستلو پریکړه لیک د دغه سازمان په ټولنیز اقتصادي فورم کې په ٢٩ موافقو او اتو مخالفو رایو سره تصویب شو.
د ټولو ۵۲ غړو له ډلې څخه یوازې د چین، قزاقستان، روسیې، عمان او څلورو نورو هېوادونو استازو د دغه پرېکړه لیک پر ضد رایه ورکړه او د دوو لسو هېوادونو رایه ممتنع وه.
په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي دغه پریکړه لیک یوه سیاسي دسیسه وبلله او ویې ویل، چې هېواد یې تصویب شوی پریکړه لیک نه مني.
بل خوا، د ايران د بهرنيو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني هم وايي، چې د ملګرو ملتونو د مېرمنو په کمېسيون کې د ايران د غړيتوب ځنډول سياسي پرېکړه ده.
نوموړی وایي، دې پرېکړې د ملګرو ملتونو سازمان اعتبار نور هم زيانمن کړی دی.