انتوني ګوترېش نن د افغانستان په اړه راپور واړاندې کوي

انتوني ګوترېش نن د افغانستان په اړه راپور واړاندې کوي


  • 2 کاله دمخه (20/12/2022)
  • سمسور نیوز
  • 661

د ملګرو ملتونو سرمنشي، نن د افغانستان په اړه خپل درې میاشتنی راپور وړاندې کوي.

ټاکل شوې چې نن انتوني ګوترېش ملګرو ملتونو او د دغه سازمان د امنیت شورا ته د افغانستان په اړه خپل درې میاشتنی راپور وړاندې کړي.

یادې ناستې په افغانستان کې د یوناما مشره روزا اوتونبایوا هم ورغلې ده.

په دغه راپور کې د افغانستان پر بشري وضعیت اندېښنه څرګنده شوې او دغه راز په کې د تېر کال په پرتله د ۲۳ فیصده امنیتي پېښو د زیاتوالي خبره هم شوې.

خو په ورته مهال اسلامي امارت بیا دا ډول راپورونه بې اساسه بللي دي.

د اسلامي امارت ویاند بلال کریمي ویلي، چې دا ډول راپورونه په ټوله معنی له حقیقت لېرې دي او په افغانستان کې اوس مهال د ټولو وګړو بشري حقونه خوندي دي.