سیمه ییزې سرچینې وایي، په تخار کې یوې ځوانې نجلۍ ځان زندۍ کړی او مړه ده.
سرچینې ویلي، پېښه تېره شپه د دشت کلا ولسوالۍ په «کغي قشلاق» سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د سرچینې په خبره، یاده نجلۍ د قران کریم حافظه وه.
سرچینې د پېښې لامل کورنی تاوتریخوالی بللی دی.
تر اوسه ځایي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.
په دې وروستیو کې د ځوانو نجونو د ځانوژنې پېښې زیاتې شوې دي.