حامد کرزی: پاکستان دې پر خپلو پالیسیو له سره غور وکړي

حامد کرزی: پاکستان دې پر خپلو پالیسیو له سره غور وکړي


  • 1 کال دمخه (04/01/2023)
  • سمسور نیوز
  • 732

د هېواد پخواني جمهور رییس حامد کرزي ویلي چې پاکستان دې په سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره له افغانستان سره د ښو اړیکو لار خپله کړي.

نوموړي پر خپله فیسبوک پاڼه د پاکستان د لومړي وزیر په مشرۍ د دغه هېواد ملي امنیت شورا د وروستۍ پرېکړې په اړه ویلي چې په پاکستان کې اوسني نا امني د دغه هېواد د خپلو پالیسیو پایله ده.

نوموړي ویلي، پاکستان باید له ترهګرۍ سره د اغېزناکې مبارزې لپاره د څو لیسزو پر پالیسیو له سره ژور غور وکړي او له تهدید او زور زیاتي لاس واخلي.

وړمه ورځ د پاکستان ملي امنیت شورا په یوه پرېکړه کې ویلي وو چې هیڅ هېواد ته به اجازه ورنکړ شي چې د پاکستان خلاف جنګیالیو ته پټنځایونه ورکړي.

حامد کرزی یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي چې څو ورځې وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله خان هم ویلي و چې که اسلامي امارت په خپله خاوره کې د پاکستاني طالبانو پټنځایونه له منځه یونسي، نو دوی به د نړیوالو قوانیو له مخې هلته عملیات وکړي.