اروپایي ټولنه نن د افغانستان پر روان وضعیت غونډه کوي

اروپایي ټولنه نن د افغانستان پر روان وضعیت غونډه کوي


  • 1 کال دمخه (23/01/2023)
  • سمسور نیوز
  • 650

سمسور نیوز (۳سلواغه۱۴۰۱) د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران نن په یوه غونډه کې د افغانستان او یو شمېر نورو هېوادونو پر وضعیت خبرې کوي. 

د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ د دفتر ویاندې نبیلا میزرالي ویلي، د اروپايي ټولنې استازي به نن د افغانستان، ايران، وينزويلا، يوتوپيا او مونته‌نګرو پر وضعیت خبرې وکړي. 

د دې غونډې مشري به د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزپ بوریل کوي. 

تمه ده، چې د افغان ښځو د کار او زده کړو پر وړاندې وروستي بندیزونه به په نننۍ غونډه کې د بحث وړ موضوعات وي. 

اسلامي امارت د واک تر لاسه کولو وروسته په لومړي سر کې د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې تر شپږم ټولګي پورې تړلې وې.  

په دې وروستیو کې د نجونو لوړې زده کړې ځنډول شوې او په غیر دولتي موسسو کې د ښځو پر کار هم بندیز لګول شوی دی.  

د اسلامي امارت دغو پرېکړو نړیوال غبرګونونه راپارولي دي.