نډ پرایس: ۸۳ سلنه مؤسسو افغانستان کې خپل کارونه ځنډولي

نډ پرایس: ۸۳ سلنه مؤسسو افغانستان کې خپل کارونه ځنډولي


  • 1 کال دمخه (24/01/2023)
  • کامران احمدزی
  • 625

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس ویلي چې په افغانستان کې د ښځو پر کار له بندیز وروسته ۸۳ فیصده مرستندویه موسسو خپل فعالیتونه یا ځنډولي او یاهم کم کړي دي.

نوموړي په یو خبري کنفرانس کې ویلي چې  د اسلامي امارت دا پرېکړه د نړیوالې ټولنې لپاره د منلو نه ده او دې چارې ۲۸ میلیونه افغانان، په ځانګړې ډول مېرمنې او ماشومان له ستونزو سره مخ کړي دي.

نډ پرایس دغه راز ویلي چې امریکا د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې را هیسې له افغانانو سره ۱.۱ میلیارده ډالره بشري مرسته کړې ده.

د هغه په خبره، دا اندازه پیسې د اسلامي امارت له لوري نه؛ بلکې د مرستندویه ادارو له لوري پر افغانانو وېشل شوې دي.

وروسته له هغې چې اسلامي امارت په نادولتي موسسو کې د مېرمنو پر کار بندیز ولګاوه، نو ګڼ شمېر مرستندویه موسسو په افغانستان کې خپل فعالیتونه وځنډول؛ خو لاهم اسلامي امارت پرخپلې پرېکړې بیا کتنه نه ده کړې.