پوهنې وزارت: نړۍ باید په ښوونیز ډګر کې افغانستان یوازې پرې نږدي

پوهنې وزارت: نړۍ باید په ښوونیز ډګر کې افغانستان یوازې پرې نږدي


  • 1 کال دمخه (25/01/2023)
  • سمسور نیوز
  • 669

سمسور نیوز (۵سلواغه۱۴۰۱) ا، ا د پوهنې د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې زده کړه حاصلول د هر افغان لپاره اړینه ده او هڅه کوي چې خپل ولس ته معياري ښوونيز او روزنیز خدمات وړاندې کړي. 

پرون د‌ سلواغې څلورمه نېټه د پوهنې نړيواله ورځ وه.  

د ا، ا ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه د پوهنې وزارت اعلامیه خپره کړې ده. 

سرچینې زیاته کړې، ا، ا په همدې مناسبت خپل ولس او نړيوالې ټولنې ته ډاډ ورکوي، چې امارت زده کړه حاصلول د هر افغان لپاره اړینه بولي او هڅه کوي، چې خپل ولس ته معياري ښوونيز او روزنیز خدمات وړاندې کړي.

په اعلامیه کې راغلي، ا، ا په ځانګړې توګه د پوهنې وزارت له ټولو اقتصادي محدوديتونو او ستونزو سره، سره توانېدلی، چې په ټول هېواد کې د زده کړې په زرګونو مراکز فعال وساتي. 

د پوهنې وزارت په نړيواله ټولنه هم غږ کړی، چې له څلوېښت کلن بحران څخه راوتلی افغانستان، په ښوونيز ډګر کې یوازې پرې نږدي او ځوان افغان نسل ته د تعليمي خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي.

خو د پوهنې وزارت ددې نړیوالې ورځې په مناسبت پخپله اعلامیه کې د نجونو د ثانوي او لوړو زده کړو په اړه څه نه دي ویلي، چې د دوی له خوا پرې بندېز لګول شوی دی.