بلاول بوټو: د افغانستان اوسني حکومت سره دې تعامل شي

بلاول بوټو: د افغانستان اوسني حکومت سره دې تعامل شي


  • 1 کال دمخه (26/01/2023)
  • سمسور نیوز
  • 630

سمسور نیوز (۶سلواغه۱۴۰۱) د اقتصادي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ځينو وزیرانو له اوسني حکومت سره پر تعامل او په افغانستان کې پر سوله او ټیکاو ټینګار کړی دی. 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري په دې غونډه کې په افغانستان کې د سولې او ثبات ټينګښت مهم بللی او له سرپرست حکومت سره یې پر تعامل ټينګار کړی دی. 

نوموړي ویلي، د اوسني حکومت څنډې ته کول د افغانستان د خلکو ستونزې لا زیاتوي. 

هغه زیاته کړې، نړیواله ټولنه باید افغانستان ته د بشري او اقتصادي مرستو لپاره د ملګرو ملتونو د سر منشي د ۴ اعشاریه ۲ میلیارد ډالرو غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړي او همداراز د دغه هېواد د بانکي سیستم د احیا لپاره لارې چارې ولټوي.