ثناالله خان: د مج.اه‌دینو په رامنځته کولو سخت پښېمانه یوو

ثناالله خان: د مج.اه‌دینو په رامنځته کولو سخت پښېمانه یوو


  • 1 کال دمخه (01/02/2023)
  • سمسور نیوز
  • 654

په پېښور کې له خونړي برید وروسته چې ګڼ غبرګونونه یې را پارولي، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناءالله د پاکستان پارلمان کې د وینا پر مهال ویلي دوی له خلکو مجاهدین جوړ کړل او هغه ترهګر شول، اوس هره ورځ د پاکستان امنیتي ځواکونه قربانۍ ورکوي .

د پاکستان کورنیو چارو وزیر ویلي  د پېښور په پېښه هر پاکستانی خواشینی دی خو زیا توي چې  پاکستان ته د مجاهدینو تیارولو اړتیا نه وه. 

نوموړي دا هم وویل چې د پېښور پېښې په اړه د ټولو خلکو احساسات ځپل شوي او څوک دې د پېښور او لاهور تر منځ توپیر نه کوي. 

بلخوا د دغه هېواد دفاع وزیر خواجه اصف ویلي پاکستان د روانې  ترهګرۍ تخمونه پخپله   کرلي دي

خواجه اصف همداراز د پېښور پېښې په اړه  ویلي یاد بريد چې څنګه باید غندل شوی وای هسې نه دی غندل شوی او په وینا یې  په دې کې هم له سیاسي مصلحته کار اخیستل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا د مرکز پېښور په یوه مهمه امنیتي سیمه کې د ځانمرګي برید له کبله  د وژل شویو کسانو شمېر ۱۰۰ ته رسېدلی او له ۲۰۰ ډېر نور ټپیان دي.

که څه هم په ښکاره د دې برید مسولیت چا په غاړه نه دی اخیستی خو پاکستاني چارواکي د یاد برید مسولیت  د پاکستاني طالبانو پر غاړه اچوي.