د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې ۲۷ نورې ولسوالۍ اضافه شوې

د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې ۲۷ نورې ولسوالۍ اضافه شوې


  • 1 کال دمخه (21/02/2023)
  • سمسور نیوز
  • 663

سمسور نیوز (۲کب۱۴۰۱) کورنیو چارو وزارت وایي، د هېواد په اداري تشکیلاتو کې ۲۷ نوې ولسوالۍ تاسیس شوې دي. 

باختر خبري آژانس د کورنیو چارو وزارت د یوه مکتوب له مخې خبر خپور کړی، چې یادې ولسوالۍ د هلمند، فراه، بغلان، فاریاب، سرپل، غور، بادغیس، پکتیکا، زابل، نورستان او کندهار ولایتونو کې تاسیس شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې ۳۶۴ ولسوالۍ درلودې.

کورنیو چارو وزارت تر دې مخکې ویلي وو، چې دغه کار یې د خلکو په غوښتنه کړی دی.