اوچا: د تېر پرتله د افغانانو پورونو کچه کې زیاتوالی راغلی

اوچا: د تېر پرتله د افغانانو پورونو کچه کې زیاتوالی راغلی


  • 1 کال دمخه (14/03/2023)
  • سمسور نیوز
  • 685

سمسور نیوز (۲۳کب۱۴۰۱) د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې ادارې یا اوچا ویلي، د افغانانو د پورونو په کچه کې زیاتوالی راغلی. 

اوچا پر خپله ټوېټر لیکلي، په تېر ۲۰۲۲ کال کې د افغانانو د پورونو په کچه کې د ۲۰۱۹ کال پرتله په سلو کې ۵۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی. 

اوچا د پورونو کچې زیاتوالي لامل اقتصادي کمزورتیا ښودلې ده.

اوچا تر دې وړاندې ویلي وو، چې افغانستان دمګړۍ له ستر بشري کړکېچ سره مخ دی او د ۲۳،۷ میلیونه افغانانو سره د مرستې لپاره ۴،۶ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.