ټاکل شوې چې روانه اوونۍ په ریاض کې د سفارت پرانېستلو لپاره د ایران یو پلاوی سعودي عربستان ته لاړ شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال علي رضا عنایتي د دغه هېواد له دولتي ټلویزون سره په مرکه کې ویلي، روانه اوونۍ به په ریاض کې د خپل سفارت پرانېستلو لپاره یو تخنیکي پلاوی سعودي عربستان ته واستوي، ترڅو د سفارت پرانېستلو لومړني کارونه ترسره کړي.
هغه زیاته کړې چې د سفارت او قونسلګرۍ تر پرانېستلو وړاندې به دوه جلا جلا پلاوي دغه هېواد ته ولېږي.
ایراني چارواکي دا څرګندونې وروسته له هغې کوي چې وړمه ورځ د سعودي عربستان یو پلاوی په تهران کې د خپل سفارت پرانېستلو لپاره دغه هېواد ته تللی وو.
د یادونې وړ ده چې د دواړو هېوادونو پلاوي په داسې حال کې سفرونه کوي چې تېره پنجشنه په بیجینګ کې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو هم کتلي وو.
د ایران او سعودي اړیکې په ۲۰۱۶ کال کې ترینګلې شوې وې، چې څه موده وړاندې د چین په منځګړیتوب ورغول شوې.