سمسور نیوز (۷غوایي۱۴۰۲) د برېښنا شرکت مسوولین وایي، پر کابل او اړوند مسیر کې پرتو ولایتونو باندې وارداتي برېښنا پرې شوې.
برېښنا شرکت پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې دغه برېښنا تېر ماښام د ۲۲۰ کیلوولټ وارداتي برېښنا مزي د پلخمري - کابل ترمنځ مسیر او پلخمري سبسټېشن کې د تخنیکي ستونزو له امله پرې شوې.
د برېښنا شرکت په خبره، چې اوس مهال کابل کې روغتونونو او مهمو امنیتي ځایونو ته د داخلي تولید برېښنا ورکړل شوې ده.
برېښنا شرکت ډاډ ورکړی، چې دغه ستونزه به ډېر ژر د تخنیکي ټیم له خوا حل شي او د برېښنا پرې شوی مزی به بېرته ورغول شي.