ا، ا د سعودي په همکارۍ سوډان کې د بند پاتې افغانانو لومړۍ ډله اېستلې

ا، ا د سعودي په همکارۍ سوډان کې د بند پاتې افغانانو لومړۍ ډله اېستلې


  • 1 کال دمخه (27/04/2023)
  • سمسور نیوز
  • 577

سمسور نیوز (۷غوایي۱۴۰۲) سرپرست حکومت وايي، له سوډانه یې د ایسارو افغانانو لومړۍ ډله د سعودي عربستان په همکارۍ له دغه هېواده را اېستلې ده. 

د بهرنیو چارو وزارت ویاند قهار بلخي نن دا خبره په خپل ټوېټر لیکلې.

هغه ویلي، دا افغانان له سوډانه د سعودي عربستان جدي ښار ته رسول شوي او ژر به افغانستان ته ولېږدول شي.

قهار بلخي ویلي چې، دوی هڅه کوي پاتې نور اېسار افغانان هم له سوډانه را وباسي. 

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي څو ورځې مخکې ویلي وو، په سوډان کې د ایسارو ۱۲۰ افغانانو د را ایستلو هڅې کوي.

په سوډان کې له شاوخوا دوو اوونیو د پوځ او ملېشه ډلې تر منځ سختې جګړې روانې دي چې له امله یې لسګونه زره بهرنیان هم ایسار پاتې دي.

ګڼو هېوادونو د خپلو اتباعو د را اېستلو هڅې چټکې کړې دي.