امریکا د نوي حکومت راتګ راهیسې له افغانستان سره ۲،۱ میلیارد ډالره مرسته کړې

امریکا د نوي حکومت راتګ راهیسې له افغانستان سره ۲،۱ میلیارد ډالره مرسته کړې


  • 1 کال دمخه (04/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 570

سمسور نیوز (۱۴غوایي۱۴۰۲) د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د سرپلټونکي اداره یا سیګار وایي، واشنګټن د ا.ا حاکمیت راهیسې له افغانستان سره ۲.۱ میلیارد ډالره مرسته کړې ده.

د سیګار په راپور کې، چې پرون چهارشنبه خپور شوی راغلي، په بشري مرستو کې هم، چې تر ډېره د ملګرو ملتونو ادارې یې ترسره کوي، امریکا لوی لاس لري. 

له دې مرستو سره سره په افغانستان کې بشري ناورین تر ټولو ستر بلل کېږي او د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش ویلي، ۹۷ په سلو کې افغانان په بې‌وزلۍ کې ژوند کوي.