ننګرهار کې یو کس د ټیک ټاک جوړولو پرمهال خپل ملګری وژلی

ننګرهار کې یو کس د ټیک ټاک جوړولو پرمهال خپل ملګری وژلی


  • 1 کال دمخه (04/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 601

سمسور نیوز (۱۴غوایي۱۴۰۲) ځایي امنیتي مسؤلین وایي، د  ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې یو کس د «ټیک ټاک» ویډیو جوړولو پرمهال خپل ملګری وژلی دی. 

د ننګرهار د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلی وایي، چې تېره ورځ په مومندرې ولسوالۍ کې یو کس غوښتل د ټولنیزو رسنیو لپاره د ټیک ټاک ویدیو جوړه کړي، چې د توفنګچې څخه یې پکې استفاده کړې او د خطایي ډزو پرمهال ترې د محمود په نامه یو ۱۵ کلن ځوان لګېدلی او وژل شوی دی.

نوموړی زیاته کړې، چې د یادې پېښې په تور یې یو کس نیولی او د څیړنو پرمهال یې ویلي، چې یاد کس ترې د ټیک ټاک ویډیو جوړولو پرمهال په خطایي ډزو ولګېد.