کاناډا په ابو ظهبۍ کمپ کې اېسارو زرو افغانانو ته پناه ورکوي

کاناډا په ابو ظهبۍ کمپ کې اېسارو زرو افغانانو ته پناه ورکوي


  • 1 کال دمخه (27/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 593

د کاناډا حکومت اعلان کړی، چې په متحده عربي اماراتو کې اېسار شااوخوا زرو تنو افغانانو ته پناه ورکوي او خپل هېواد ته یې ولېږدوي.  

د کاناډا د کډوالۍ چارو وزیر سین فرازر ویلي، چې له متحده عربي اماراتو سره یې په دې برخه کې یو تړون کړی دی. 

نوموړي زیاته کړې، چې لومړۍ چارټر شوې الوتکه چې ۶۵۰ افغانان په‌کې سپاره وو، پرون کاناډا ته رسول شوي دي.

د کاناډا د کډوالو او تابعیت ادارې ویلي، چې دوی له یو شمېر هېوادونو او غیر دولتي ادارو سره په هڅو کې دي چې په خوندي توګه افغانان خپل هېواد ته ولېږدوي.

کاناډا وایي، چې دوی تر اوسه ۳۲ زره افغانان انتقال کړي او ټاکل شوې چې د ۲۰۲۳ کال تر پایه پورې دا شمېره ۴۰ زرو ته ورسوي.

د جمهوري نظام تر سقوط وروسته د تخلیې په پروګرام کې زرګونه لېږدول شوي افغانان لاهم په ابوظهبۍ کمپ کې اېسار پاتې دي.