په ننګرهار کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله یو کس مړ او لس نور ټپیان شوي دي.
د ننګرهار د امنیې قومندانۍ ویاند ویلي، چې لومړۍ پېښه نن سهار د چپرهار ولسوالۍ «خالص فامیلیو» سیمه کې د ریکشا او موټر سایکل ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې، چې پهکې ۶ کسان ټپیان شوي او یو بل کس خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
هغه زیاته کړې، دویمه پېښه په ورته ومهال د روداتو ولسوالۍ «دربځالې» سیمه کې د دوو سراچه ډوله موټر ترمنځ شوې چې په کې ۴ کسان ټپیان شوي دي.
د یادو پېښو لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطې بلل شوې ده.