کرنې وزارت: بهر ته د غنمو د قاچاق مخه نیول شوې

کرنې وزارت: بهر ته د غنمو د قاچاق مخه نیول شوې


  • 1 کال دمخه (04/06/2023)
  • سمسور نیوز
  • 597

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اداري او مالي مرستیال د رییس الوزرا له ځای ناستي مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې ویلي، چې له افغانستان څخه بهر ته یې د غنمو د قاچاق بشپړ مخنیوی کړی دی. 

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې مولوي فضل‌الباري ویلي، د هېواد په کچه د غنمو د زیرمو جوړولو پر پلان کار روان دی، چې په بشپړېدو سره به یې هېواد ته د اوړو د وارداتو کچه راټیټه شي.

هغه زیاته کړې، په ټول هېواد کې یې پر کروندګرو سلګونه ټنه اصلاح شوي تخمونه ویشلي او دغه راز د اوبو د ګڼ شمېر سربندونو په جوړولو کار روان دی چې په بشپړېدو سره به یې د کروندګرو د اوبو لګولو ستونزه هم هواره شي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې ډېر ځله حاصل ته د غنمو د رسېدو په وخت کې به نورو هېوادونو ته د غنمو قاچاق ترسره کېده.