تاجکستان ګڼ شمېر پخواني افغان پوځیان نیولي

تاجکستان ګڼ شمېر پخواني افغان پوځیان نیولي


  • 1 کال دمخه (09/06/2023)
  • سمسور نیوز
  • 460

د تاجکستان چارواکو ویلي، چې د افغانستان د پخوانیو پوځیانو په ګډون په لسګونه افغانان د عملیاتو پر مهال نیول شوي دي.

دغه افغانان د افغانستان پولې ته څېرمه د ختلان ولایت په شمس الدین شاهین ولسوالۍ کې تېره اوونۍ د تصفیې د عملیاتو پر مهال نیول شوي دي.

د تاجکستان چارواکو د دې موضوع په اړه سم د لاسه کومه تبصره نه ده کړې.

ویل کېږي چې له ځینو نیول شویو افغان پوځیانو سره وسلې هم نیول شوي او دوی پلازمېنې دوشنبې ته لېږدول شوي دي.

لاهم نه معلومه چې څومره افغان پوځیان نیول شوي.