امریکا له اوکراین سره ۲۰۵ میلیونه ډالره نوره مرسته اعلان کړه

امریکا له اوکراین سره ۲۰۵ میلیونه ډالره نوره مرسته اعلان کړه


  • 1 کال دمخه (17/06/2023)
  • سمسور نیوز
  • 526

د امریکا حکومت یو وار بیا له اوکراین سره د ۲۰۵ میلیونه ډالرو نورې مرستې اعلان وکړ. 

د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر «انټوني بلنېکن» پر ټوېټرپاڼه لیکلي چې په دغو مرستو به اوکرایني وګړو ته خوارکي توکي، د څښاک اوبه، سرپناوې او د ژوند نور مهم لوازم برابر شي.

نوموړي زیاته کړې، د دغو مرستو هدف د اوکراین له امنیتي وضعیت سره مرسته ده چې اقتصادي بیا رغونه، د برېښنا خوندیتوب او د هغه ناوړه بشري ناورین مخه نیول دي، چې د روسیې د جګړې له کبله اوکرایني وګړي ورسره مخ شوي دي.

بلېنکن له نورو هېوادونو څخه هم غوښتي چې له اوکراین سره بشري مرستې زیاتې کړي.

د روان کال له پیل څخه امریکا له اوکراین سره ۶۰۵ میلیونه ډالره بشري مرسته کړې.