هند کې د سختې ګرمۍ له کبله ۳۴ کسان مړه شوي

هند کې د سختې ګرمۍ له کبله ۳۴ کسان مړه شوي


  • 1 کال دمخه (18/06/2023)
  • سمسور نیوز
  • 582

د هند په شمال اتراپردیش ایالت کې د سختې تودوخې له امله لږ تر لږه ۳۴ کسان مړه شوي دي. 

د راپورونو له مخې، په «اوتار پرداش» ایالت کې له تېرې پنجشنبې راهیسې ۳۴ کسان په روغتون کې بستري او وروسته یې ساه ورکړې ده.  

مړه شوي کسان چې عمر یې له ۶۰ کلونو لوړ و، په داسې ناروغۍ اخته شوي ول، چې د لمر وړانګو په مقابل کې یې مقامت کم شوی و.

هندي ډاکټرانو د لوړ عمر لرونکو کسانو ته سپارښتنه کړې، چې د ورځې په اوږدو کې په کور کې پاتې شي.