بایډن د ایران پر نفتي تاسېساتو له برید سره نه دی موافق

بایډن د ایران پر نفتي تاسېساتو له برید سره نه دی موافق


  • 3 مياشتي دمخه (05/10/2024)
  • عبدالبصیر رحمت زی
  • 92

د امریکا ولسمشر جوبایډن د اسرائیلو لخوا د ایران پر نفتي تاسېساتو برید کولو سره موافق نه دی.

 

نوموړي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې که د اسرائیل پر ځای وای، نو د ایران پر نفتي تاسېساتو به یې برید نه ؤ کړی او پر یوې بلې لارې به یې غور کړی ؤ. 

 

ورته مهال بیا د امریکا راتلونکو ټاکنو ته نوماند ډونالډ ټرمپ د بایډن دغه دریځ ننګولی او په وینا یې؛ اسرائیل باید چې د ایران پر نفتي تاسېساتو حمله وکړي.