افغانستان له بنګله‌دېش سره نن خپله وروستۍ یو ورځنۍ لوبه کوي

افغانستان له بنګله‌دېش سره نن خپله وروستۍ یو ورځنۍ لوبه کوي


  • 1 کال دمخه (11/07/2023)
  • سمسور نیوز
  • 490

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن د درېیو پنځوس اوریزو سیالیو په لړ کې له بنګله‌دېش سره خپله وروستۍ نړیواله سیالي ترسره کوي.

دا سیالۍ په «چټاګرام» لوبغالي کې د افغانستان پر وخت شاوخوا دوولس نیمې بجې پیلېږي.

تر دې وړاندې افغان لوبډلې خپلې دواړه سیالۍ له بنګله دېش څخه ګټلې دي. 

تېره ورځ په یوه خبري ناسته کې د افغان لوبډلې د توپ اچونې روزونکي حمیدحسن ویلي، تمه لري چې دا سیالۍ هم وګټي او د راتلونکي اسیا جام او نړیوال جام په سیالیو کې په لوړ مرال ولوبېږي.

نوموړي ویلي، بنګله‌دېش ته په خپل کور کې ماتې ورکول اسانه نه وه؛ خو د دوی د لوبډلې د غوره کارګردګۍ له کبله وتوانېدل چې یاده لوبډله ماته کړي.

د یادونې وړ ده، چې تر دې وروسته افغان لوبډله له بنګله دېش سره دوه شل اوریزه لوبې هم لري.