له پاکستانه افغانستان ته د وارداتو کچه کمه شوې

له پاکستانه افغانستان ته د وارداتو کچه کمه شوې


  • 1 کال دمخه (14/07/2023)
  • سمسور نیوز
  • 521

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې مسؤلین وايي، له پاکستانه افغانستان ته د وارداتو په کچه کې کموالی راغلی دی.

د یادې خونې رئیس نقیب‌الله ساپي، د صادراتو په کچه کې د کموالي لاملونه بانکي او ټرانسپورټي ستونزې، په هېواد کې د پېر او پلور بازار پیکه کېدل، د ویزې په برخه کې ستونزې او په پاکستان کې منفي مالي ناورین، بللي دي.

بل لورته، د صنعت او سوداګرۍ وزارت پاکستان ته د صادراتو له زیاتېدو خبر ورکړی دی.

دغه وزارت وايي، د روان لمریز کال په لومړیو دریو میاشتو کې د ۲۰۱ مېلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریز توکي پاکستان ته صادر شوي دي.

د دې وزارت په وینا، پاکستان ته تر ډېره تازه مېوې، غالۍ، پنبه او د ډبرو سکاره صادر شوي دي.