د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د هېواد له یو شمېر خبریالانو سره کتلي دي.
کرزي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلی، پهدې کتنه کې یې د خبریالانو پر وړاندې د ستونزو په اړه خبرې کړې دي او همداراز د هېواد د پرمختګ لپاره یې زدهکړې مهمې وګڼلې.
هغه زیاته کړې، د دې کتنې پر مهال یې په هېواد کې د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو پر پرانېستو او کار ته د ښځو پر بیا ورتګ ټینګار کړی دی او د "علم تر لاسه کول" یې د هېواد د ابادۍ یوازېنۍ لار بللې ده.
پخواني ولسمشر حامد کرزي تر دې وړاندې هم د هېواد د ستونزو حل لپاره د ښځو کار او د نجونو زده کړې مهمې بللې وې.