متقي پاکستاني استازي ته له افغان خاورې د امنیتي ګواښونو د مخنیوي ډاډ ورکړی

متقي پاکستاني استازي ته له افغان خاورې د امنیتي ګواښونو د مخنیوي ډاډ ورکړی


  • 1 کال دمخه (20/07/2023)
  • سمسور نیوز
  • 610

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی آصف درانی تر ګمارل کېدو وروسته، تېره ورځ په خپل لومړي سفر کابل ته راغلی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپل ټوېټر ليکلي، چې آصف دراني د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره کتلي او پر دوه اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ، د سیمې ثبات، د بندیانو پر خوشې کولو او یو شمېر نورو اړونده موضوعاتو باندې یې سره خبرې کړې دي.

بلخي لیکلي، امیرخان متقي پاکستاني استازي ته په کتنه کې ډاډ ورکړی، چې افغان خاوره به یې هېڅکله پر ضد ونه کارول شي. 

هغه لیکلي، چې د پاکستان ځانګړي استازي آصف دراني هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د امنیت په برخه کې له افغانستان سره همکاري کوي. 

آصف درانی داسې مهال کابل ته په سفر راځي، چې تر دې وړاندې پاکستاني چارواکو تور پورې کړی و، چې د پاکستان په ناامنیو کې د افغانستان خاوره کارېږي؛ هغه تورونه، چې په افغانستان کې سرپرست حکومت بیا، بیا په کلکه رد کړي.