د پاکستان د سیاسي قیادت لړزان حالت - تحلیل

د پاکستان د سیاسي قیادت لړزان حالت - تحلیل


  • 1 کال دمخه (05/08/2023)
  • یوسف یوسفزی
  • 474

د ګاونډ پاکستان ټاکنو نامعلوم برخلیک او د ګوندونو ټارګېټېنګ دا  دوه مهم منفي بدلونونه د اسلام‌اباد په تاریخ کې د نویو تحولاتو په اړخ کې راتللی شي. 

دواړه نهایت مهم دي، چې ټاکنې یې سیاسي او د امنیت ټينګښت یې عسکري یا نظامي نزولونه دي.

دا تحولات له ۲۰۱۸ م کال نه هغه مهال نوې رېښې وکړې، چې عمران خان صدر اعظم شو او په کرار کرار یې له امریکې د فاصلو اخیستلو کوښښونه وکړل.

د امریکې بې‌پيلوټه بمبارۍ یې کمې کړې، له روسیې سره یې پټې معاملې شروع کړې... بالاخره چې امریکه د جدي اخطار ورکولو وروسته پوځ مجبور کړ، چې د څو ساعتونو په دننه کې یې له قدرته ښکته کړي.

پاکستان د امریکې تر ذره‌بین لاندې هغه وخت ښه راغی، چې د افغانستان جمهوري حکومت و پرځېد او دوی بیا هم له روسیې د تجارت هیله لرله او د تېلو کاروبار یې ورسره پېلوله.

نور نو داسې سیاست یې پر برخه نه شو، چې د پخوا په شان یې لکه سیوری ورسره وي.

اقتصادي درزونه یې دومره پراخه دي، چې د چین مرستې یې بېخي مثبت لور ته حتا کشولی نه شي، بلکې برعکس یې د سودونو ګودال ته غورځولی.

هر کال یې له مرستې د سود کچه درنېږي.

روسیه په داسې لانجه کې ښکیله شوه، چې نور نو د یوکراین له لاسه د پاکستان په ګټه تشو مثبتو ویناوو ته هم وخت نه لري.

اخوا هندوستان چې تر ټولو قوي رقیب یې دی، دومره په اوسني عصري وسایلو سمبال شو، چې د پاکستان رسېدل حتا خوب ښکاري.

فضا ته یې ساینسي راکټ وتوغوله او د نورو اقتصادي پرمختګونو حساب یې ورک دی.

خو دېخوا بیا د پاکستان سیاسي وضعیت کړکېچ به لا ژور شي.

د راپورونو له مخې ممکن څه وخت وروسته یې پارلمان منحل اعلان شي او صدر اعظم مجبور دی، چې لیک یې په ۴۸ ساعتونو کې دننه لاس‌لیک کړي او که ځنډ یې وکړ، نو د هغوي د اساسي قانون له مخې به اتومات وپاشل شي.

د قدرت خلا رامنځ ته کېدونکی دی او په دغه تشه کې زیاتې خبرې به د قانون خلاف مخ ته یوړل شي .

د قدرت تشه انارشي یا ګډو‌‌‌‌‌‌ډي رامنځ ته کوي، چې پایله به یې سیاسي ثبات یو وار بیا منډاڼو کړي.

بل خوا د ټاکنو کمېسیون یې مجبور دی، چې ژر تر ژره په درېیو  میاشتو کې دننه اماده‌ګۍ ونیسي او د ټاکنو نېټه اعلان کړي.

د عمران خان د ګوند پر ضد د پوځ جدي برخورد، د دوښمن په شان رویه او د پلویانو ورک‌کول یې د دغه شخص محبوبیت د توقع خلاف بېخي لوړ کړی دی.

عمران خان که څه هم د پوځ او عدالتي ارګانونو تر شدیدو فشارونو لاندې دی، خو که شفافې ټاکنې وشي، نو پرته له شکه اکثریت د نواز شریف د کورنۍ او د پوځ مخالف جهت ته ولاړ شخص عمران خان دی.

هغه د خپلې صدراعظمۍ څخه لرې شو او د پوځ تر تشدد لاندې راغی، بې‌عزته شو، خو دا هر څه یې په مطلق ‌‌‌‌‌‌ډول شهرت اوج ته ورسولو، چې اوس محبوب او د زیاتو خلکو ملاتړ له ځانه سره لري.

که څه هم د دغه هېواد نظامي قیادت تحریک انصاف ګوند تر سختو فشارونو لاندې راوړی، چې هدف یې منحل او خنثا کول دي، خو بیا هم له څه کم څلوېښتو څوکیو یې ۳۰ څوکۍ په ضمني ټاکنو کې وګټلې.

خبره دا ده، چې د عمران خان پر ضد مولانا فضل الرحمان پړسول شوی او که چېرې عمران خان وبایلله، نو په غالب ګمان به ټاکنې یا په مستقیم یا غېر مستقیم ‌‌‌‌‌‌ډول ده ته د منلو نه وي.

که د شهرت خبره وي، عمران خان یې ګټي او که چېرې د مولانا فضل الرحمان ګوند بریالی شو، پوځ تورن دی، بلکې عوام به یې ثبوت کړی ومني، چې ټاکنو کې درغلي شوې، نو دغه سیاسي وضعیت به بله نوې ریښه وکړي، هغه به د عمران خان له سخت سیاسي مزاحمت سره مخ شي.

که عمران خان وګټله، نو د پوځ اوسنی وضعیت به مات شي، په قانوني ادارو کې به لاس‌وهنې وکړي او د پوځيانو پر بدلولو به خپله سیاسي عقده سړه کړي.

دا چاره د اجرایه قوې او سیاسي اشخاصو ترمنځ سخت درزونه ایجاد کړي.

که مو یاد شي، د افغانستان وضعیت هغه مهال سخت کړکېچن شو، چې د ټاکنو پر سیمو او مرکزونو حملې زیاتې شوې، چاودنې وشوې او په خلکو کې د نظام د جوړېدو په جلسو کې د نه ګډون کچه زیاته کړه.

هلته هم چاودنه وشوه په باجوړ کې یې سخت ځوانان لَو کړ په نږدې هر کور کې یې ویر ګډ کړ.

دغه چاره د خلکو زړونه توروي، د خپل ځان د حفاظت په هدف مجبور دي صندوقونو ته لاړ نه شي، چې په نتیجه کې به د وطن مشر یې د دوی مشر نه وي او دا اساسي خرابی دی، چې ښکاري منظم پلان شوی روان دی.

د چاودنې پړه داع.ش چې ومنله، نو د نویو لوبو موجونه یې زیات شول.

دا چاودنه به لومړۍ نه وي، بلکې په راتلونکي کې د داشان غونډو د مخنیوي په هدف خطرناکې چاودنې پلان شي.

 یو هېواد، چې محبوب‌ترین سیاسي لیډر یې شفافې ټاکنې غواړي او پوځ یې موقت حکومت، خلک یې په اکثریت ‌‌‌‌‌‌ډول پخوانی وزیر اعظم غواړي.

داسې حالات که هره خوا یوړل شي، نتیجه یې انارشي ده او دغه کړکېچن حالت به د اقتصاد بېړه یې ورغرقه کړي.